کورافغانستانذبیح الله مجاهد: پاکستاني هوايي بریدونو کې ۲۷ ملکي وګړو ته مرګ...

ذبیح الله مجاهد: پاکستاني هوايي بریدونو کې ۲۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د تېرې شپې پر مهال پاکستاني پوځ یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې یې د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي دي.

مجاهد په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د دغو بریدونو له امله ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری ژوند له لاسه ورکړی، او ۱۴ نورې ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه بریدونه د بشري حقونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو په نښه کول د توجیه وړ نه دي. هغه دا پېښه «بشري جنایت» او د افغانستان پر وړاندې د تېري یو اقدام یاد کړی دی.

تر دې دمه د پاکستان لوري د دغو څرګندونو په تړاو رسمي دریځ نه دی خپور کړی، او د تلفاتو شمېر هم د خپلواکو سرچینو له خوا په جلا توګه نه دی تایید شوی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې