
افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د وروستیو پېښو په اړه د ژورې اندېښنې او خواشینۍ څرګندونه کړې ده.
اشرف غني په یوه بیان کې ویلي چې په هرات کې وروستۍ پېښې، چې د ده په وینا پکې له ښځو سره تاوتریخوالی شوی، او همدارنګه د پاکستان وروستي هوايي بریدونه، چې له امله یې ملکي افغانانو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اوښتي، د اندېښنې وړ دي.
هغه د دغو پېښو قربانیانو او د هغوی کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.
پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې افغانستان له ګڼو ستونزو او کړکېچونو وروسته یوه حساس پړاو ته رسېدلی او د هېواد د روان وضعیت د حل لپاره د ملي اجماع او ګډو هڅو اړتیا شته.
اشرف غني زیاته کړې چې افغانان باید د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار وکړي، ځکه د ده په باور دایمي سوله د هېواد د ثبات، پرمختګ او هوساینې لپاره بنسټیز ارزښت لري.
هغه ویلي چې افغانستان نه یوازې په کور دننه، بلکې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره هم دوامدارې سولې ته اړتیا لري، څو د پرلهپسې بحرانونو پر ځای د تلپاتې ثبات او سوکالۍ زمینه برابره شي.
