کورافغانستاند زابل او کندهار د انځرو سوداګر او باغوانان: د بازارموندنې ستونزې...

د زابل او کندهار د انځرو سوداګر او باغوانان: د بازارموندنې ستونزې دې ژر حل شي

افغانستان نيوز۲۴: د زابل او کندهار یو شمېر سوداګرو او باغوانانو د انځرو د بازارموندنې، صادراتو او لېږد رالېږد د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې که د تېر کال ستونزې پر خپل حال پاتې شي، د روان کال د حاصلاتو له پیل سره به دوی له درنو اقتصادي زیانونو سره مخ شي.

د دغو ولایتونو سوداګر او د انځرو باغونو خاوندان وایي، د تېر کال د حاصلاتو یوه لویه برخه لا هم په کورونو، ګودامونو او زېرمتونونو کې پاتې ده او تر اوسه ورته مناسب بازار نه دی موندل شوی. د دوی په وینا، د انځرو د خرڅلاو کمښت او د صادراتي لارو محدودیتونو د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر سوداګر او بزګران له مالي ستونزو سره مخ شي.

دوی زیاتوي چې د انځرو نوی فصل په رانږدې کېدو دی او که د تېر کال پاتې زېرمې تر هغه وخته ونه پلورل شي، نو د نوي حاصل له راټولېدو سره به په بازار کې د عرضې کچه لوړه او د بیو د راټیټېدو احتمال زیات شي. د باغوانانو په باور، دا وضعیت نه یوازې د دوی عواید کموي، بلکې د راتلونکو کلونو لپاره د کرنیزو فعالیتونو پر دوام هم منفي اغېز کولای شي.

سوداګرو او باغوانانو له حکومت او اړوندو ادارو غوښتي چې د انځرو د صادراتو د پراختیا، د نویو بازارونو د موندلو او د سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. دوی ټینګار کوي چې د انځرو په څېر کرنیز محصولات د هېواد د اقتصاد او د زرګونو کورنیو د عاید مهمه سرچینه ده او د دغې برخې ملاتړ کولی شي د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کړي.

دوی همداراز غوښتنه کړې چې د انځرو د لېږد رالېږد او ساتنې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي، څو د محصولاتو د ضایع کېدو مخه ونیول شي او سوداګر وکولای شي خپل محصولات په مناسب وخت او ښه بیه بازار ته وړاندې کړي.

یادو سوداګرو خبرداری ورکړی چې که د تېر کال ستونزې یو ځل بیا تکرار شي او د انځرو د بازارموندنې لپاره اغېزمنې حللارې ونه موندل شي، نو د انځرو لویه برخه به له ضایع کېدو سره مخ شي، چې دا به د زابل او کندهار د کرنې او سوداګرۍ سکتور ته د پام وړ اقتصادي زیان ورسوي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې