کورافغانستانکرزی: پاکستان دې له افغانستان سره د دښمنۍ له تګلارې لاس واخلي

کرزی: پاکستان دې له افغانستان سره د دښمنۍ له تګلارې لاس واخلي

Hamid Karzai Facebook page

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان پر کندهار، خوست او پکتیا د پاکستان د تازه هوايي بریدونو په غبرګون کې د اسلام‌اباد تګلاره په کلکو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې پاکستان لا هم د افغانستان پر وړاندې له خپلې «منفي تګلارې» لاس نه دی اخیستی.

کرزي ویلي، پاکستان «یو وار بیا» د افغانستان پر خاوره بمبارۍ کړې دي او ټینګار یې کړی چې داسې اقدامات نه یوازې د افغانستان پر وړاندې تیری دی، بلکې د سیمې د لا بې‌ثباته کېدو زمینه هم برابروي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د پاکستان د دې تګلارې اور اوس د اسلام‌اباد خپلې لمنې ته هم رسېدلی او افغانان د دغو بریدونو پر وړاندې، له هر ډول توپیر پرته، «یو موټی او متحد» ولاړ دي.

کرزي له پاکستاني حکومت غوښتي چې له افغانستان سره د فشار، بریدونو او تاوتریخوالي پر ځای د ښې ګاونډیتوب لاره خپله کړي او د دواړو هېوادونو اړیکې د متمدنانه او متقابل درناوي پر بنسټ تنظیم کړي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان پر خاوره د پوځي بریدونو دوام د ستونزو د حل لاره نه ده او پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې