
افغانستان نيوز۲۴: د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ويلي، چې د اسلامي امارت ټول سیسټمونه خوندي دي او هیڅ سیسټم مو هک شوی نه دی.
د مخابراتو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي اسناد اکثره پر ټولیزه توګه د لاسرسي وړ دي او ډېری یې د تېرو کلونو پورې اړه لري او پرلهپسې راټول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا اسناد د عامه افکارو د مغشوشولو لپاره خپاره شوي، چې وښیي؛ حکومتي سیسټمونه هک شوي دي.
د مخابراتو وزارت څرګنده کړې؛ د دې افشا شویو اسنادو ډېره برخه له هغو سکټورونو سره تړاو لري، چې تر دې دمه کوم ځانګړی سیسټم نلري.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې وزارت اړوند سیسټمونه د تخنیکي او مسلکي کارمندانو لخوا ډاډمن او د نورو له لاسوهنې خوندي دي او د هک کېدو اوازې یې دروغ دي.
د مخابراتو وزارت زیاته کړې، چې د ملي معلوماتو مرکز (ډیټا سنټر) او نور آرشیف شوي سیسټمونه په بشپړ ډول خوندي دي او دا مهال د سایبري بریدونو پر وړاندې په یوه باوري چاپېریال کې ساتل کیږي.
ویل کیږي، چې افشا شوي معلومات ممکن په تدریجي ډول له هغو انفرادي کمپیوټررونو څخه ترلاسه شوي وي، چې امنیتي تدابیر نلري.