
افغانستان نيوز۲۴: د طالبانو دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو رسنيو ته په لیږل شوو مالوماتو کې خبر ورکړی چې د دوی د کشف او استخباراتو منسوبینو د اوپراتیفي راپورونو پر بنسټ د کابل ولایت ۱۰مې حوزې اړوند، فتح الله قلعه ۷م سړک سیمه کې یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
خبر پاڼه کې يادونه شوې چې په دغو وسلو او مهماتو کې ۶ میله مختلف النوع کلاشینکوفونه له ۱۸ عدده شاژورونو او ۵۴۳ فیره مرمی، ۳ قبضې تفنګچې له یو عدد شاژور او قاش سره او دوه تختې د زرهي قابونه شامل دي.
يادې وسلې او مهمات د کشفي منسوبینو په هلوځلو ترلاسه شوي؛ يادو مهماتو سره یو تن مظنون هم نیول شوی چې ډېر ژر به اړوند مرجع ته وسپارل شي