
افغانستان نیوز۲۴: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې تازه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی، او د طالبانو تر حاکمیت لاندې یې د نړۍ د ښځو د حقونو له بحرانونو څخه یاد کړی دی.
په یو تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ، د جولای ۲۵مه نېټه خپور شوی، ویل شوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو راپدېخوا شاوخوا ۸۰ سلنه نجونې له ښوونځي، کار او مسلکي زدهکړو بېبرخې پاتې دي، او ښځو ته د واک او مشارکت هېڅ فرصت نهدی ورکړل شوی.
راپور زیاتوي، طالبان تر اوسه پورې پر ښځو او نجونو له ۸۰ زیات محدودیتونه لګولي دي، چې دا بندیزونه د هغوی په ټولنیز، تعلیمي، اقتصادي او سیاسي ژوند ژور اغېز کړی دی.
سره له دې ټولو خنډونو، افغان ښځې او نجونې هڅه کوي چې د خپلو اساسي حقونو د ترلاسه کولو، تعلیم ته د لاسرسي، او ټولنیز فعالیتونو لپاره خپل غږ او مبارزه ژوندۍ وساتي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې استازې، سوزان فرګوسن، ویلي که نړیواله ټولنه د افغان ښځو پر وړاندې له روان ظلم سره چوپه پاتې شي، دا به د ښځو د حقونو لپاره یو خطرناک پیغام ولېږي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغان ښځو د وضعیت د ښهوالي لپاره باید یو پراخ نړیوال کار وشي او ژمن دی چې د ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز نقش د بیا احیا لپاره خپلې هڅې دوام ورکړي.
