
افغانستان نيوز۲۴: لاسوېګاس: افغان ورزشکار علي بلال د امریکا په لاسوېګاس ښار کې د «بدن ښکلا ۲۰۲۶» نړیوالو سیالیو د Men’s Physique په برخه کې دویم مقام خپل کړ او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ.
د سیالیو په پایله کې د انګلستان ورزشکار رایان ټیري لومړی مقام خپل کړ او د سرو زرو مډال یې وګاټه. ټیري په دې کټګورۍ کې د څلورم پرلهپسې ځل لپاره اتلولي خپله کړه.
کایرون هولډن، چې د امریکا استازیتوب یې کاوه، درېیم مقام خپل کړ او د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.
علي بلال د افغانستان له هغو ورزشکارانو څخه دی چې په نړیواله کچه د بدن ښکلا په سیالیو کې یې حضور درلودلی دی. نوموړي تر دې وړاندې هم په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې د پام وړ مقامونه ترلاسه کړي دي.
د «بدن ښکلا» نړیوالې سیالۍ هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د دې ورزش غوره ورزشکاران راټولوي او د Men’s Physique برخه یې له مهمو کټګوریو څخه ده.
