
افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان یو ځل بیا د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په درجهبندۍ کې د نړۍ د غوره توپاچوونکي په توګه خپل ځای تثبیت کړ.
د ICC د تازه درجهبندۍ له مخې، راشد خان د ۲۰ اوریزو (T20I) او ۵۰ اوریزو (ODI) نړیوالو لوبو د توپاچوونکو په درجهبندۍ کې په لومړي مقام کې قرار لري.
راشد خان په T20 درجهبندۍ کې تر یوې لنډې مودې وروسته بېرته د نړۍ لومړي مقام ته رسېدلی؛ په داسې حال کې چې په ODI کې هم د نړۍ د غوره توپاچوونکو سرلاری دی.
د ICC له مخې، راشد خان د شل اوریزو کرکټ په درجهبندۍ کې د لومړي مقام له تر ټولو ډېر وخت لرونکو لوبغاړو څخه دی او دا ځل یې هم د نړۍ د مخکښو توپاچوونکو ترمنځ خپل ځای بېرته ترلاسه کړی دی.
د راشد خان په مشرۍ د افغانستان کرکټ یو ځل بیا په نړیواله کچه د پام وړ لاسته راوړنه ثبتوي؛ نوموړی دا مهال په دواړو محدود اوریزو فارمټونو کې د نړۍ لومړی توپاچوونکی دی.
