
راپور: باخترۍ ځلاند
افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) په خپل تازه ربعوار راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي او امنیتي پېښو له امله تلفات د کال د دویمې ربعې په پرتله ۸۳ سلنه زیات شوي دي.
د CRSS د راپور له مخې، د روان کال د جولای، اګست او سپټمبر په میاشتو کې په پاکستان کې ټولټال ۳۸۵ امنیتي پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې لږ تر لږه ۱٬۴۱۵ کسان وژل شوي او ۵۵۸ نور ټپیان شوي دي.
راپور ښيي چې د هېواد په کچه د تاوتریخوالي ډېری پېښې او تلفات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ثبت شوي دي. د یاد مرکز د شمېرو له مخې، د دغو دوو ایالتونو ګډ تلفات د ټول هېواد د ثبت شویو تلفاتو شاوخوا ۹۸ سلنه جوړوي.
په بلوچستان کې د درېیمې ربعې پر مهال ۸۲۹ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۵۶ ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، په درېیمه ربع کې د وژل شویو کسانو له ډلې ۹۲۱ وسلهوال، ۲۵۴ ملکي وګړي او ۲۴۰ امنیتي کسان شامل دي.
CRSS وايي، په بلوچستان کې د تاوتریخوالي اړوند تلفات د دویمې ربعې په پرتله د پام وړ زیات شوي؛ په دویمه ربع کې په دغه ایالت کې ۲۶۵ تلفات ثبت شوي وو، چې په درېیمه ربع کې دغه شمېر ۸۲۹ ته لوړ شوی دی.
په خیبر پښتونخوا کې هم د تلفاتو شمېر له ۴۷۵ څخه ۵۵۶ ته لوړ شوی دی.
د CRSS د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال درېیمه ربع په پاکستان کې د روان کال تر ټولو خونړۍ ربع بلل شوې، چې په ځانګړي ډول بلوچستان او خیبر پښتونخوا د تاوتریخوالي له پلوه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.
