کورنړۍد ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش پاکستان ته ورسېد

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش پاکستان ته ورسېد

افغانستان نيوز۲۴: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د اکتوبر له ۶ تر ۸مې نېټې پورې د درې ورځني رسمي سفر په موخه اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ګوتیرش د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر محمد اسحاق ډار په بلنه پاکستان ته تللی او د اسلام‌اباد په هوايي ډګر کې د دغه هېواد سرپرست بهرنیو چارو وزیر نبیل منیر له لوري یې هرکلی شوی دی.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د خپل سفر پر مهال د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف، مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د دفاعي ځواکونو له لوی درستیز او د پوځ له مشر فیلډ مارشال عاصم منیر سره وګوري.

د ګوتیرش په اجنډا کې د ملګرو ملتونو د هند او پاکستان د پوځي څارونکو ډلې (UNMOGIP) له مرکزي دفتر څخه لیدنه او د طبیعي افتونو د مدیریت ملي ادارې (NDMA) په مرکزي دفتر کې ګډون هم شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه سفر پر مهال به د سیمه‌ییزو او نړیوالو پرمختګونو، نړیوالې سولې او امنیت، څو اړخیزې همکارۍ، له ملګرو ملتونو سره د پاکستان د همکارۍ او د طبیعي افتونو پر وړاندې د چمتووالي په اړه خبرې وشي.

ملګرو ملتونو هم ویلي چې ګوتیرش به په اسلام‌اباد کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي او د طبیعي افتونو پر وړاندې د پاکستان د چمتووالي او مقاومت د پیاوړتیا بهیر به هم وڅېړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې