
راپور: باخترۍ ځلاند
افغانستان نیوز٢٤: بښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغان ښځې او نجونې د زدهکړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند په ګډون له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او ګڼ بنسټیز حقونه یې محدود شوي دي.
دغه سازمان د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي او تبعیض پر وړاندې د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین په مناسبت ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو محدودیتونه په پرلهپسې توګه زیات شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، طالبانو د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې ښځې او نجونې پارکونو، ورزشي سالونونو او ځینو نورو عامه ځایونو ته له تګ منع کړې. همدارنګه، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو، پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ او د ښځو پر کاري فعالیتونو هم محدودیتونه لګول شوي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې افغان ښځې او نجونې د برابرۍ، زدهکړو، کار، ازادۍ او انساني کرامت حق لري او نړیواله ټولنه باید د هغوی د وضعیت په اړه خپل مسؤلیتونه هېر نه کړي.
د بښنې نړیوال سازمان د ۱۶ ورځني کمپاین موخه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض په اړه د نړیوالو پام رااړول او د هغوی د حقونو لپاره د ملاتړ پیاوړتیا ده.
