کورښځېحامد کرزی، ساينسي برخو کې د ښځو او نجونو ګډون د یو...

حامد کرزی، ساينسي برخو کې د ښځو او نجونو ګډون د یو هیواد پرمختګ لپاره لومړی شرط ګڼل کیږي

افغانستان نيوز۲۴: د فبروري ۱۱مه د “په ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ” نومول شوې او هر کال د مختلفو ساینسي برخو کې د نارینه وو سره د ښځو او نجونو د مساوي لاسرسي او ګډون اړتیا او اهمیت څرګندولو لپاره لمانځل کیږي.

د نارینه وو او هلکانو تر څنګ په ساینسي برخو کې د ښځو او نجونو ګډون د یو هیواد پرمختګ لپاره لومړی شرط ګڼل کیږي، او د یوې ټولنې لپاره د ساینسي او تخصصي بشري سرچینو شتون، نارینه او ښځینه دواړه، د بهرنیو اړتیاوو څخه د خلاصون او د ځان بسیاینې په لور لومړی ګام دی.

د دې ورځې د یادولو په ترڅ کې، د یو ځان بسیا او پرمختللي افغانستان لپاره، زه یو ځل بیا د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پر پرانیستلو ټینګار کوم، چې د هر هیوادوال هیله ده.

هغه له دې وړاندې هم د طالبانو څخه غوښتي وو چې د نجونو او ښځو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي‌

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې